...

د مونتریال تړون د تطبیق په هکله مشورتي او د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

2020-09-05 06:11:42

د وږي ۱۵مه/ بامیان
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اوزون ملي دفتر د بامیانو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په همکارۍ د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۱۵مه نېټه د غلغلې هوټل د غونډو په تالار کې د مونتریال تړون د تطبیق په هکله مشورتي او د عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د اړوندو دولتي ادارو ۴۰ تنو استازو ګډون کړی وو چې موخه یې په سمه توګه د مونتریال تړون تطبیق او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د اوزون ملي دفتر سره د اړوندو ادارو همغږي وه.
په پیل کې د بامیانو ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس محمد ابراهیم دادفر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اوزون پوړ په هکله یې ورته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د مسلکي ټیم لخوا ګډونوالو ته د اوزون ملي دفتر د فعالیتونو، د کیګالي تعدیلاتو، د اوزون پوړ د ویجاړوونکو توکو او د ګلخانه یي ګازونو د اضرارو په هکله هر اړخیز معلومات وړانډې شول.
فسبوک پوست