Uncategorized

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اوزون دفتر، د ۱۳۹۷ کال د مرغومې په دویمه د ننګرهار د چاپېريال ساتنې د رياست په مرسته مشورتي غونډه “د چاپېريال څو اړخيزه تړونونه او د مونټريال تړون” تر عنوان لاندې جوړه کړه
دا غونډه د عامه پوهاوۍ، د هايدروکلوروفلوروکاربن د ګازونو کارولو د ضررونو، هيواد ته په هايدروکلوروفلوروکاربن گازونو باندې د سمبالو وسايلو رالېږد بنديز او د ونډې (سهمېې) د سيستم تطبيق د اوزون پوړ د ويجاړوونکو توکو د قاچاق د مخنيوي په موخه جوړه شوه. په دې غوڼډه کې د مختلفو دولتي ارګانونو رئيسان، استازي، د ننګرهار ولايت ګمرک، د حج اوقاف رئيس، د کار او ټولنيز چارو رئيس، د علماو د شورا استازي او د خصوصي سکتور استازي ګډون کړي وو